مالیې وزارت سږ کال ۱۶۰ میلیارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي

12 عقرب 1398 ساعت 10:30

د مالیې وزارت وايي، په ملي عوایدو کې یې ۱۰ سلنه زیاتوی راغلی او سږ کال تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.


د مالیې وزارت وايي، په ملي عوایدو کې یې ۱۰ سلنه زیاتوی راغلی او سږ کال تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې عوایدو څخه ۶۶ میلیارده افغاۍ د ګمرکاتو او ۹۴ میلیارده نور د عوایدو له لارې د دولت خزانې ته راغلي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، سږ کال له ملي بودیجې څخه ۳۱۸ میلیارده افغانۍ لګېدلېؤ چې د ټولې بودیجې ۷۱ اعشاریه ۷ سلنه تشکیلوي او دا ارقام د تېر کال په پرتله ۲۴ اعشاریه ۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي.

دغه راز مالیې وزارت ویلي،د پراختیايي بودیجې مصرف هم سږ کال تر اوسه پورې ۹۲ میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی چې ۶۲ سلنه جوړوي.

د مالیې وزارت د عادي بودیجې مصرف هم د ۱۳۹۸ کال له پیله تر اوسه ۲۲۶ میلیارده افغانۍ ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121875

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com