دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ وسله وال وژل شوي

12 عقرب 1398 ساعت 12:01

ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د لړم ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ ځمکني او هوايي عملیات تر سره کړي.

د سرچینې په وینا دغه عملیات، په پکتیا، بغلان، کندهار، زابل، ارزوګان، غزني، بادغیس، هرات، فراه او بلخ ولایتونو کې تر سره شوي دی.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۵۱ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او ۷ نور هم ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو لا څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com