۰
مشرانو جرګه:

امریکا باید خلیلزاد لرې کړي، هغه افغان سولې ته نه شخصي ګټو ته کار کوي

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال د امریکا له دولت څخه وغوښتل، چې د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دغه دندې لرې کړي.
امریکا باید خلیلزاد لرې کړي، هغه افغان سولې ته نه شخصي ګټو ته کار کوي
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال د امریکا له دولت څخه وغوښتل، چې د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دغه دندې لرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد آصف صدیقي د نن یکشنبې لړم ۱۲ مې په عمومي غونده کې و ویل، خلیلزاد د افغان سولې پروسه کې د سولې لپاره نه بلکې د خپلو شخصي اهدافو او ګټو په لټه کې دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د امریکا دولت باید خلیلزاد له دغه دندې لرې کړي او پر ځای یې د افغان سولې پروسې د پر مخ وړلو لپاره بل وړ کس وګماري.

د هغه په وینا د خلیلزاد هڅې د سولې په برخه کې هېڅ ګټورې نه وې او نه یې هم کومه مثبته پایله درلوده او هغه اوس هم په دې پروسه کې د شخصي ګټو په لټه کې دی.

صدیقي څرګنده نه کړه، چې خلیلزاد په افغان سوله کې کوم شخصي اهداف لټوي خو ویې ویل، په داسې حال کې، چې افغان ولس حق لري سولې ته ورسېږي، خلیلزاد د موقت حکومت د جوړولو په لټه کې دی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال ټینګار وکړ، چې افغان ولس نور موقت حکومت نه مني او په هېڅ صورت کې به دغه ډول یوه حکومت ته غاړه کېنږدي.

خو په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړي صفي الله هاشمي و ویل، تمه لري، چې خلیلزاد به په داسې ځلي سفر کې له طالبانو سره پر اوربند او بین الاافغاني خبرو پر پیل تمرکز وکړي.

نوموړي هم زیاته کړه، چې خلیلزاد د افغان سولې په تړاو په تېرو سفرونو کې تېروتنې کړې او تمه ده، چې دا ځل هغه خپلې تېروتنې جبران کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د طالبانو سره د خبرو تر لغوه کولو نېږدې یوه میاشت وروسته خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل او د هغوی له چارواکو سره یې پر افغان سوله خبرې وکړې.

خلیلزاد د دغه سفر په ترڅ کې دوه ځلې کابل ته راغی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، نورو حکومتي چارواکو، سیاسیونو او مدني ټولنې له استازو سره یې پر سوله خبرې وکړې.

هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې چې کابل کې د امریکا سفارت هم خپرې کړې، ویلي چې د سولې لپاره د تاوتریخوالي کمول اړین ګام دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي