کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د وسله والو غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر چې په ګڼو جنايي پېښو کې یې لاس درلود نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، د غلو دغه مشر پرون یکشنبې د لړم ۱۲ مه د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، نیول شوی غل مشر بابک نومېږي او د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هودخېلو اوسېدونکی دی.
د رحیمي په وینا بابک په وسله والو غلاو، قتل، موټرونو غلا کولو، لارو نیولو او د درې میلیونه افغانیو په غلا کې لاس درلود.
جمهورخبري آژانس:کابل