افغانستان کې د پاکستان سفارت اعلان کړی، چې پلازمېنه کابل کې به خپله کونسلګري وتړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دوی کونسلګري به سر له نن دوشنبې د لړم ۱۳ مه تر راتلونکې پرېکړې پورې تړلې وي.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه یې د امنیتي دلایلو له امله کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
خو وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، تېره یکشنبه یې په پاکستان کې افغان شارژدافیر ور غوښتی او په افغانستان کې یې د پاکستاني ډیپلوماټانو د خوندیتوب او امنیت په برخه کې خپلې اندېښنې ور رسولي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې زیاته کړې چې پاکستاني ډیپلوماټان په کابل کې ځورول شوي وو او حتی سفارت ته په لاره د هغوی موټر وهل شوی و.
افغان چارواکو تر دې دمه د پاکستان د دې وروستي اقدام په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې افغان مسافر د پاکستان وېزې تر لاسه کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل