افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو د چاوېدونکو توکو ډېپو تر لاسه کړې

13 عقرب 1398 ساعت 9:20

سیمه ییز چارواکي وایي، افغان ځواکونو د غزني قرباغ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د چاوېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او تر لاسه کړې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، افغان ځواکونو د غزني قرباغ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د چاوېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او تر لاسه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات نن دوشنبې د لړم ۱۳ مه سهار څلور بجې د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په ملوک او بشیر سیمو کې تر سره کړي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، په دغه عملیاتو کې د طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه او یوه رنجر موټر چې طالبانو وړاندې نیولې وه، د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

نوري وایي، د طالبانو د چاودېدونکو توکو له ډېپو څخه ۱۶ بورۍ چاودېدونکي توکي، چې د سړک د غاړې ماین چاودنو کې ترې کار اخستل کېده، تر لاسه شوي دي.

په ورته وخت کې نوري زیاتوي، د ملوک په سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته هم شوې، چې په ترڅ کې یې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې غزني کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو شپاړس بورۍ چاودېدونکي توکي او یوه رنجر موټر نیول شوي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 121905

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com