سردار دواود خان روغتون کې د ام آر آی ماشین غیر فعال دی

13 عقرب 1398 ساعت 10:56

د ولسي جرګې یو څارونکی پلاوی وایي، له تېرو دوه کلونو راهیسې په سردار محمد داودخان روغتون کې د ام آر آی ماشین غیر فعال دی او ناروغان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.


د ولسي جرګې یو څارونکی پلاوی وایي، له تېرو دوه کلونو راهیسې په سردار محمد داودخان روغتون کې د ام آر آی ماشین غیر فعال دی او ناروغان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی د جرګې د نن دوشنبې لړم ۱۳ مې په غونده کې د سردار داودخان روغتون او دغه راز د مارشال فهیم د نظامي اکاډمۍ په اړه خپلې څېړنې د جرګې له غړو سره شریکې کړې.

د یاد پلاوي په راپور کې ویل شوي، چې په سردار داودخان روغتون کې له تېرو دوه کلونو راهیسې ام آی آر ماشینونه او ځينې نورې دستګاوې، چې د ناوروغانو د ناروغیو تشخص پرې کېږي غیر فعالې دي.

د هوايي امبولانس، د ناروغانو د درملنې لپاره د نغدو پیسو نشتوالی، د درملو او لومړنیو اړتیا ورړ توکو کمښت او د لاس وینځو غیر فعالوالی نورې هغه ستونزې وې، چې په دې راپور کې ترې یادونه شوې ده.

دغه راز په روغتون کې بستر یو شمېر ناورغانانو دغه پلاوی ته ویلي، په داسې حال کې، چې دوی د ناروغۍ په بستر پراته دي، خو په نظامي قطعاتو کې غیر حاضر نیول کېږي.

پلاوي د سردار داودخان روغتون د رییس په قول وايي، دوی د روغتون ټولې اړتیاوې او وړاندیزونه د کال په سر کې تثبیت او وړاندې کړې، خو په وینا یې ځینې قراردادونه چې تدارکاتو ملي کمېسیون ته لېږل شوي، پاملرنه ورته نه ده شوې.

دې پلاوي د مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ په اړه هم خپل معلومات او څېړنې له جرګې سره شریکې کړې ویې ویل، چې په دغه اکاډمۍ کې د د ماسټر او دوکتورا په کچه د علمي کادرونو نشتوالی او د نظامي دکتورین کمښت سترې ستونزې دي.

دغه راز د ملیتي ترکیب نه مراعات کول، د البسې کمښت، د مهماتو د ديپو نشتوالی او د پرسونل د اعاشې نا سم کیفیت نورې هغه ستونزې وبللې، چې په وینا یې په دغه اکاډمۍ کې شته او چارواکو ورته تر اوسه پاملرنه نه ده کړې.

د جرګې د دفاعي کمېسیون غړي مهدي راسخ و ویل، پلاوي په دې اړه ستونزې له چارواکو سره شریکې کړې، خو هغوی ورته لازم تدابیر نه دي نیولي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
  
 
 


د مطلب کود: 121913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com