په ولسي جرګه کې د فراه او فاریاب استازي وایي، په دغه ولایتونو کې کابو ۳۲۰ افغان سرتېري د وسله والو له خوا کلابند شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ولسي جرګه کې د فراه استازې مېرمن بلقیس روشن نن دوشنبې د لړم ۱۳ مه د جرګې په امتیازي ساعت کې و ویل،د یاد ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې کابو ۲۰۰ افغان سرتېري کلابند پاتې دي.
نوموړې زیاته کړه د یادو سرتېرو د خلاصون او کلابندۍ د ماتولو په خاطر یې په وار وار وړاندیزونه کړي، خو هېڅ اقدام نه دی شوی.
په ورته وخت جرګه کې د فاریاب استازې فوزیه روفي هم و ویل، د یاد ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې، ۱۲۰ سرتېري د وسله والو مخالفینو په کلابندۍ کې دي.
د هغې په وینا هلته بند سرتېري له بد حالت سره مخ دي او دغه راز وسله وال طالبان د خلکو له کورونو څخه ګټه اخلي او سرتېري یې محاصره کړي دي.
نوموړې وایي، د دې سرتېرو لپاره د هوایي ملاتړ پرته بله هېڅ د خلاصون لار نه ده پاتې او چارواکي په ځانګړې توګه دفاع وزارت باید بېړني اقدام وکړي.
د جرګې رییس میر رحمان رحماني د دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله، چې په بېړنۍ توګه له دفاع وزیر او د پوځ له مشر سره په دې اړه خبرې وکړي.
د هغه په وینا دفاع وزارت باید ژر تر ژره د دغه سرتېرو د خلاصون لپاره چې په فاریاب او فراه کې کلابند دي اقدام وکړي او دغه سرتېري وژغوري.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني