بغلان کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي دي

13 عقرب 1398 ساعت 13:12

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بغلان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د لړم ۱۳ مه د بغلان ولایت د ډنډې شهاب الدین ولسوالۍ په اکاخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت وايي، ولسي وګړي په یوه سراچه موټر کې خپل کلي ته روان و، چې په یاده سیمه کې یې پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودلی.

نوموړي و ویل، په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.

د بشارت په وینا په وژل شویو کسانو کې څلور ماشومان، دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي.

د بغلان د پولیسو ویاند وایي، چاودنه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځ ته شوې او ماین هم طالبانو اېښی وو.

خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د تخار د درقد ولسوالۍ په طاهریانو کلي کې ورته چاودنې د ښوونځي ۹ ماشومان و وژل او دغه راز د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په سلطاني کلي کې هم ورته چاودنې د یوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 


د مطلب کود: 121920

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com