کرکت: افغانستان په تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز مات کړ

14 عقرب 1398 ساعت 8:23

د افغانستان د کرکټ لوبډلې د هند د لکنو په ښار کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته په یوه تمریناتي لوبه کې ماته ورکړه.


د افغانستان د کرکټ لوبډلې د هند د لکنو په ښار کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته په یوه تمریناتي لوبه کې ماته ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه پرون دوشنبې د لړم ۱۳ مه تر سره شوه، ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

د ویسټ انډيز ټوله لوبډله په ۱۵۷ منډو کې وسوځېده او افغانستان ته یې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه، چې افغان لوبډلې په ۳۵ اور کې پوره او لوبه یې ترې وګټله.

په توپ اچونه کې نوین الحق او شرف الدین اشرف درې – درې، ګلبدین نایب دوه، یمن احمدزي او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

دغه راز په توپ وهنه کې رحمت شاه ۴۷، نجیب الله ځدراڼ ۴۰، اصغر افغان ۳۳ ناسوځېدلې او ګلبدین نایب اته ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا لوبې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو یوې ورځنیو، درې شل اوریزو او یو ټسټ لوبو لپاره د چمتوالي بهیر دی.

باید وویل شي، چې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ رسمي لوبې د چهارشنبې په ورځ (نومبر۶) پیلیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com