کابل کې یو کس خپله مېرمن په محکمه کې وژلې ده

14 عقرب 1398 ساعت 9:54

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې یو تن د پلازمېنې کابل په یوه محکمه کې خپله مېرمن د چړې په ګزارونو وژلې ده.


د کابل امنیه قومانداني تاییدوي، چې یو تن د پلازمېنې کابل په یوه محکمه کې خپله مېرمن د چړې په ګزارونو وژلې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه پرون دوشنبې د لړم ۱۳ مه د کابل ښار په ابتدايي محکمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، دغه سړي او مېرمنې یې له وړاندې کورنۍ ستونزې درلودې او تېره ورځ دغه کس خپله مېرمن د محکمې د ننه وژلې ده.

د کابل د امنیه قومانداني د ویاند په خبره قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال تر پلټنو لاندې دی.

که څه هم دې وروستیو کې کابل کې جنايي پېښې زیاتې شوې، خو دا لومړی ځل دی، چې یو کس په محکمه کې د ننه قتل کوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 121942

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com