اسدالله خالد:

داعش او طالب یو دي، هغوی چې ملاتړ یې کوي باید پوه شي، ترهګري پوله نه لري

14 عقرب 1398 ساعت 14:21

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې داعش او طالبان یو له بله جلا نه بلکې یو دي.


د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې داعش او طالبان یو له بله جلا نه بلکې یو دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد ویلي، د پاکستان په ګډون هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د جګړې لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، باید پوه شي، چې ترهګري پوله نه لري او دا اور به یوه ورځ د هغوی لمن هم نیسي.

ښاغلي خالد له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې چې آیا روسیه او ایران له طالبانو ملاتړ کوي؟ زیاته کړې، چې تروریزم حد او پوله نه لري.

د خالد په وینا که ځینې کسان له داعش سره د دښمنۍ لپاره د طالبانو ملاتړ کوي او یا د داعش په مقابل کې له طالب څخه استفاده کوي دا یوه لویه تېروتنه ده، ځکه په خبره یې د ورځې په پای کې موږ د داعش او طالبانو تر منځ جلاوالی نه وینو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې که په سیمه کې کوم هېواد له طالبانو څخه چې د ده په خبره د ترهګرو مور ده ملاتړ کوي نو لویه تېرتونه کوي.

هغه په دې اړه چې آیا طالبان له روسیې او ایران څخه نظامي مرستې تر لاسه کوي که نه په څرګند ډول څه ونه ویل، خو وايي، د دوی تر منځ اړیکې شته او دا مسله د روسیې او ایران له خوا هم تایید شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com