د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د داخلي پروازو لپاره د هوایي شرکتونو له خوا وړاندې شوې بیې تایید او اعلان کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې داخلي هوایي شرکتونو مخکې یادې ادارې ته د ټکټونو بیې وړاندې کړې وې، چې د هوايي چلند ادارې تر یو لړ څېړونو وروسته د دغه شرکتونو لګښتونو ته په کتو تایید کړې دي.
د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا پرون سه شنبې د لړم ۱۴ مه خپره شوې خبرپاڼه ټولو داخلي هوايي شرکتونو او د سیاحتي ټکټ پلورونکو نمایندګیو ته سپارښتنه شوې، چې تر دې وروسته د ټکټ پلورلو پر مهال د دغه ادارې لخوا اعلان شوې بیې په نظر کې ونیسي.
په اعلامیه کې ویل شوي دغه نرخ نامه د هوايي شرکتونو 'کام ایر او اریانا'" لګښتونو ته په کتو د دغه شرکتونو د استازو په حضور کې د لګښتونو د عملیاتي محاسبې په اساس د تائید وړ وګرځول شوه.
د یادې ادارې په وینا که هوايي شرکتونه او د سیاحتي پروازونو ټکټ پلورونکي له یادو بیو څخه سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې د دغه مکتوب تر صادرېدو وروسته، د خپلو پروازونو بیې د ملکي هوايي چلند ادارې قانون د ۶۴ مادې له مخې تنظیم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې ګڼ شمېر افغانانو د داخلي پروازونو د بیې د لوړېدو په اړه شکایتونه کړي و.
جمهورخبري آژانس:کابل