نیویارک ټایمز:

امریکايي سرتېرو کې ځان وژنه زیاته شوې، ۴۵ زره کسانو ځان وژنه کړې

15 عقرب 1398 ساعت 11:03

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي له تېرو څو کلونو راهیسې په امریکايي پوځیانو کې چې له عراق او افغانستان څخه بېرته ستانه شوي، د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي له تېرو څو کلونو راهیسې په امریکايي پوځیانو کې چې له عراق او افغانستان څخه بېرته ستانه شوي، د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نیویارک ټایمز په دغه تازه راپور کې زیاته کړې، چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې ۴۵ زره هغه کسانو، چې د امریکا په پوځ کې د سرتېري یا بله دنده تر سره کړې ځانونه وژلي دي.

په دغه راپور کې چې کارول جیاکومو لیکلی ویل شوي په آتکلیز ډول هره ورځ نېږدې ۲۰ امریکايي نظامیانو په دې موده کې ځان وژنه کړې ده.

د راپور پر بسنټ ټول هغه نظامیان چې ځان وژنه کوي، زیاتره د عراق او افغانستان له جګړې ستانه شوي نظامیان دي.

د سرچینې په باور دوی دا کار ځکه کوي چې په رواني ناروغیو اخته شوي او اکثره پوځیان یې له ۳۰ کلنۍ کم عمرونه لري.

راپور د پنټاګون د تازه معلوماتو پر بنسټ وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د امریکایي پوځیانو په لیکو کې د ځانوژنې پېښې دریمه برخه زیاتې شوې دي.

نیویارک ټایمز همدا رازد امریکا د پوځ د کنټرول او اصلاح کمېټې د معلوماتو له مخې وايي، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په امریکايي پوځیانو کې د ځانوژنې پېښې ۸۰ سلنه زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121980

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121980/

جمهور
  https://www.jomhornews.com