شلاندا یونګ:

ناټو به افغان ځواکونو ته نور پرمختللي تجهیزات او امکانات برابر کړي

15 عقرب 1398 ساعت 11:04

د امریکا د سنا جرګې ځینې غړي وايي، ناټو به افغان ځانګړو ځواکونو ته نورې پرمختللې وسلې او تجهیزات ورکړي.


د امریکا د سنا جرګې ځینې غړي وايي، ناټو به افغان ځانګړو ځواکونو ته نورې پرمختللې وسلې او تجهیزات ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا د سنا جرګې د تصویب کمېټې مرستیالې شلاندا یونګ پرون سه شنبې د لړم ۱۴ مه مازیګر مهال د افغان ځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه د لیدنې پر مهال کړې ده.

د ځانګړو ځواکونو د قول اردو لخوا خپره شوې خبرپاڼه د مېرمن شلاندا یونګ له قوله ویلي، ناټو ځواکونه به افغان ځواکونو ته لا زیات پرمختللي تجهیزات او امکانات برابر کړي.

خبرپاڼه وايي، نوموړې ژمنه وکړه، چې ناټو به نه یوازې عملیاتو، روزنه او مشوره ورکولو کې له افغان ځواکونو سره ولاړه پاتې شي، بلکې پرمختللې وسلې او تجهیزات به هم ورته برابر کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د استازو د جرګې مشره نانسي پلوسي او د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر هم د ځانګړو ځواکونو قول اردو ته په ورتګ د دوی د پیاوړتیا ستاینه او ملاتړ کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121981

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121981/

جمهور
  https://www.jomhornews.com