سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۰ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه شاوخوا ۱۰ بجې د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ او شهر قلعه نو تر منځ پېښه شوې.
د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر شیرآقا الکوزي جمهور خبري آژانس ته و ویل، د افغان ځواکونو اکمالاتي کاروان له مقر څخه قلعه نو ته روان و، چې په لار کې یې پر هاموي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه پولیس وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته رسول شوي دي.
ځینې سرچینو جمهور خبري آژانس ته دا هم وویل، چې په وژل شویو کسانو کې یو ښځینه پولیسه هم شامله ده.
د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وایي، ماین طالبانو اېښی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:بادغیس