د بلخ د چهاربولک امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

15 عقرب 1398 ساعت 12:47

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د چهاربولک پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ډلیز برید کې امنیه قوماندان هم وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د چهاربولک پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ډلیز برید کې امنیه قوماندان هم وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه (د لړم ۱۴ مه) د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ درې ډلیز بریدونه کړي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه وایي، د طالبانو په دغه بریدونو کې د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار کلام الدین وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دی.

دغه راز نوموړی زیاتوي، چې په جګړه کې لس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي، خو طالبانو د برید او د خپل کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

چهاربولک د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې د دې ولایت یو له ناارامه ولسوالیو څخه شمېر کېږي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 121985

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121985/

جمهور
  https://www.jomhornews.com