د کابل پوهنتون یو استاد بغلان کې وژل شوی دی

15 عقرب 1398 ساعت 12:54

د بغلان سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېری بغلان ولایت کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.


د بغلان سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېری بغلان ولایت کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې استاد پنجشېری پرون سه شنبې د لړم ۱۴ مه کندوز ته پر لاره وه، چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په همت خېل سیمه کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د دغه خبر د پخلي تر څنګ وایي، استاد عزیز احمد پنجشېری د وسله والو طالبانو له لوري په مرموز ډول وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د مرکزي بغلان پولیس وایي، د استاد مړی یې یوه روغتون ته انتقال کړی دی.

که څه هم بشارت دا ونه ویل، چې استاد پنجشېري د کابل د کوم پوهنتون استاد و، خو ځینې سرچینې وايي، نوموړی د کابل پوهنتون استاد و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 


د مطلب کود: 121987

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121987/

جمهور
  https://www.jomhornews.com