د عبدالله ټاکنیز ټیم:

تقلبي رایې د منلو وړ نه دي، د درغلیو په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږو

15 عقرب 1398 ساعت 14:08

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم وايي، تقلبي رایې په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي او د درغلیو په اړه به بې تفاوته پاتې نه شي.


د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم وايي، تقلبي رایې په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي او د درغلیو په اړه به بې تفاوته پاتې نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټیم په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دوی پرون سه شنبې ماښام ناوخته د هېواد د سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو په حضور کې په دې اړه غونډه کړې.

په خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه خپره شوې راغلي د ثبات او همپالنې ټیم په دې غونډه کې پرېکړه وکړه، چې تقلبي رایې په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، د ټاکنو کمېسیون باید د رایو د تفصفې په اړه د دغه ټېم لخوا ورسپارل شوو غوښتونو ته رسیدګي وکړي.

د ثبات او همپالنې ټیم په دې ناسته او خبرپاڼه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته خبرداری ورکړی، چې که د کمېسیون یا هر ادرس څخه تخلف کېږي دوی به یې پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

دغه ټیم ویلي، تقلبي رایې چې په څلور ډوله دي، د رایو ډیری برخه جوړوي او په هېڅ صورت د دوی ټیم ته د منلو وړ نه دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عبدالله د ټيم دغه څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121994

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121994/

جمهور
  https://www.jomhornews.com