ولسي جرګه افغان حکومت ته!

د پاکستان له سفیر سره هم داسې چلند وکړی، لکه زموږ له سفیر سره یې چې کړی دی

15 عقرب 1398 ساعت 15:02

ولسي جرګې د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی له خوا اسلام آباد کې د افغان سفیر احضار ته په غبرګون کې له افغان حکومت ته وغوښتل، چې کابل کې د پاکستان له سفیر سره ورته چلند وکړي.


ولسي جرګې د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی له خوا اسلام آباد کې د افغان سفیر احضار ته په غبرګون کې له افغان حکومت ته وغوښتل، چې کابل کې د پاکستان له سفیر سره ورته چلند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان څارګرې ادارې دوه ورځې وړاندې اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل احضار او سپکاوی یې ورته کړی وو.

د پاکستان دغه کار په افغانستان کې سخت غبرګونونه راوپارول او د افغانستان مشرانو جرګې د پاکستان دغه کار د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله ویې ویل، چې دا د پاکستان د بې حیایۍ وروستۍ حد څرګندوي.

همدې خبرې ته په غبرګون کې نن چهارشنبې د افغانستان ولسي جرګې هم د پاکستان د څارګرې ادارې پر دغه اقدام سخته نیوکه وکړه او له افغان حکومت نه یې وغوښتل، چې کابل کې د پاکستان له سفیر سره ورته چلند وکړي.

ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان دغه اقدام د ټولو نړیوالو او د دوه ګاونډیو هېوادونو د ټولو کلتوري او ټولنیزو اصولو خلاف عمل وباله ویې ویل، چې دا به د دواړو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.

جرګې په اعلامیه کې د پاکستان له خلکو او پارلمان څخه وغوښتل، چې پر خپل حکومت فشار راوړي تر څو له افغانانو او افغان دولت سره د تاوتریخوالي له رامنځ ته کولو ډډه وکړي.

دغه راز په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو هم وغوښتل، چې د پاکستان دغه اقدام محکوم کړي تر څو پاکستان بیا د دغه ډول تېروتنو په تکرار سره د هېواد دیپلوماتیکه اړیکې تیاره نه کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 121998

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121998/

جمهور
  https://www.jomhornews.com