روسي رسنۍ وایي، ټاکل شوې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د ګډو کټو لرونکو خپلواکو هېوادونو سازمان له خوا غونډه جوړه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي په دې ناسته کې چې نن پنشنبې د لړم ۱۶ مه به جوړ شي په کې د یاد سازمان غړو هېوادونو د ملي امنیت مشران ګډون ولري.
سرچینه زیاتوي، غونډه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي او په کې به د افغانستان د وضعیت تر څنګ د نړیوال تروریزم پر ضد د پیاوړې مبارزې لپاره د همکاریو پر زیاتولو خبرې وکړي.
د ازبکستان د ملي امنیت ادارې په یوه بیان کې ویلي، دوی به د افغانستان پر حالاتو له دې اړخه چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر امنیت څخه اغېز کولی شي خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو سازمان د ترورېزم ضد مرکز به د تروېزم پر ضد مبارزې په اړه یو بیان هم خپور کړی دی.
په ازبکستان کې د افغانستان پر روان وضعیت او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې پر داسې مهال غونډه جوړېږي، چې پرون تاجک رسنیو راپورو ورکړ، چې د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې ۱۵ داعشیان وژل شوي دي.
د تاجکستان چارواکو دا ادعا هم کړې، چې دغه داعشیان له افغانستان څه وراوښتي و، خو افغان حکومت تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل