د نشه يي توکو پنځه لوی قاچاق وړونکي څوک دي؟

16 عقرب 1398 ساعت 10:49

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت په افغانستان کې د پنځو لویو قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړ او د هغوی نومونه یې افشا کړل.


د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت په افغانستان کې د پنځو لویو قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړ او د هغوی نومونه یې افشا کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قاري ودود، عبدالرحمن بلوچ، محمد ګرګ، شمس الله مشهور په شمک او کبیر هغه کسان دي، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې د معین محمد هاشم اورتاق په وینا د نشه يي توکو لوی قاچاق وړونکي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق له جمهور خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې و ویل، چې دغه پنځه تنه لوی قاچاق وړونکي په تېرو شپږو میاشتو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دی.

نوموړی زیاته کړه، چې قاري ودود او عبدالرحمن بلوچ په بدخشان ولایت کې د نشه يي توکو  تولید او پروسس فابریکه درلوده او نشه يي توکي یې لېږدول.

دی وایي، محمد ګرګر په نیمروز ولایت کې د نشه يي توکو له لویو قاچاق وړونکو څخه دی او شمس الله مشهور په شمک بیا په کابل او کبیر په تخار ولایت کې د نشه يي توکو په لېږدو او توزیع کې لاس درلود.

ښاغلی اورتاق زیاتوي، چې دغه کسان هر یو یې لسګونه وسله وال هم لري، چې له هغوی څخه په ګټنې یې د نشه يي توکو قاچاق کولو.

په ورته وخت کې اورتاق د نشه يي توکو قاچاق وړونکي د طالبانو له ملاتړ څخه هم برخمن دي او که چېرې د سولې خبرې کېږي باید دا موضوع هم روښانه شي.

هغه و ویل« کله چې طالبان سوله کوي، باید د نشه يي توکو مساله هم روښانه شي، د سولې په صورت کې طالبان باید ومني، چې له نشه يي توکو سره په ګډه باید مبارزه وشي.»

ښاغلي اورتاق وايي، وزارت په همدې اړه یوه طرحه د سولې او نشه يي توکو تر نامه لاندې برابره او د دولت له رهبرۍ سره یې شریکه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین ټینګار وکړ، چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې باید دغه طرحه د خبرو پر مېز وړاندې او خبرې پرې وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 


د مطلب کود: 122024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com