سیګار:

افغان حکومت د فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګ ګړی دی

16 عقرب 1398 ساعت 13:51

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، افغان حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.


د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، افغان حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار په تازه راپور کې ویلي، افغان حکومت د فساد ضد مبارزې د ستراتېژۍ د معیارونو پوره کولو کې پرمختګ کړی خو لا هم په دې برخه کې جدي نګونې شته دي.

په راپور کې ویل شوي که له یوې خوا افغان حکومت د فساد ضد مبارزه کې پرمختګ کړی له بلې یې پر وړاندې له ننګونو سره هم مخ دی او د فساد ضد مهمې دولتی ادراې اوس هم د سرچینو کوالی تجربه کوي.

د سیګار په راپور کې راغلي«افغان حکومت د ۲۰۱۹ کال تر جون میاشتې پورې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۷۶ معیارونو له جملې ۵۷ پوره کړي، خو د پاتې معیارونو د پوره کولو په تړاو اندېښنې شته دي او د پام وړ نتایجو د ترلاسه کولو لپاره دوامداره اقداماتو ته اړتیا ده.»

د سرچینو د کموالي سربیره سیګار په اداري فساد کې د ښکیلو ځواکمنو کسانو معافیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ځانګړې محکمې د فعالیتونو کمېدل د نورو جدي ننګونو په توګه یادې کړې دي.

سیګار ویلي، که څه هم افغان حکومت له فساد سره د مبارزې زیات معیارونه پوره کړي، خو دا تضمین نشته چې پیل شوي اصلاحات به له قوي سیاسي ارادې پرته دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com