دفاغ وزارت:

داعش په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې دی

18 عقرب 1398 ساعت 8:08

ملي دفاع وزارت وايي، داعش وسله واله ډله په افغانستان کې د ماتې سره مخ ده او د نابودۍ په حال کې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، داعش وسله واله ډله په افغانستان کې د ماتې سره مخ ده او د نابودۍ په حال کې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا ختیځ ولایتونو ته د سفر پر مهال هلته کړې ده.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي ضیا، د ملي امنیت لومړۍ مرستیال عبدالله عباد او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون جمعه د لړم ۱۷ مه د ختیځ ولایتونو د امنیت ارزونې لپاره تللي وو.

سرچینه وايي، د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا هلته د خبرو پر مهال و ویل، چې داعش ډلې په افغانستان کې ماته خوړلې او د لمنځه تلو په حال کې ده.

نوموړي ویلي«نن د افغان ځواکونو د سرښندنو او قربانیو په بدل کې داعش ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوې او د نابودۍ په حال کې ده.»

افغان او بهرني چارواکي پر داسې مهال ختیځو ولایتونو ته سفر کوي، چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې په ختیځ کې د داعش او نورو وسله والو پر ضد عملیات پیل شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې ګڼو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر یې له وېرې افغان ځواکونو ته تسلم شوي دي.

څو ورځې وړاندې د داعش ۲۰ وسله وال چې بهرنیان هم په کې له مېرمنې او ماشومان سره افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com