حوا علم نورستاني:

که د رایو بیا شمېرنه وځنډېږي افغانستان د بحران خوا ته ځي

18 عقرب 1398 ساعت 8:39

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د رایو د بیا شمېرنې پر ځنډ اندېښنه وښوده وایي، که د رایو بیا شمېرنه وځنډېږي افغانستان به د بحران خوا ته ولاړ شي.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د رایو د بیا شمېرنې پر ځنډ اندېښنه وښوده وایي، که د رایو بیا شمېرنه وځنډېږي افغانستان به د بحران خوا ته ولاړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون مشره دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون جمعه د لړم ۱۷ مه د کمېسیون د رهبرۍ او نوماندانو د استازو تر منځ د اختلافاتو د حل په موخه جوړه شوې غونډه بې پایلې پای ته ورسېده.

ټاکل شوې وه د ټاکنو کمېسیون پرون ځینو ولایتونو ته د رایو د بیا شمېر په موخه خپل پلاوی واستوي، خو ځینې انتخاباتي ټکټونو ورسره مخالفت وکړ او د ټولو غیر بایومتریک رایو د باطلولو اعلان یې وکړ.

له دې وروسته کمېسیون خپل پلاوي ولایتونو ته د رایو د بیا شمېر لپاره ونه لېږل او کېدا شي نن شنبې د کمېسیون او د نوماندانو د استازو تر منځ په دې اړه بیا ناسته وشي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، کمېسیون غیر بایومتریک رایې باطلې اعلانوي خو په دې شرط چې دغه رایې یو ځل بیا وکتل شي.

نوموړې زیاته کړه«د ۲۴۲۳ محلونو رایې، چې دوی پرې نیوکه لري، باید یو ځل بیا وشمېرل شي، که بایومتریک شوې وې موږ ریدر کود لرو، چې د هغې پر بنسټ پېژندل کېږي که نه وې بیا باطلې اعلانېږي، موږ په هر صورت کې صندوق ته مراجعه کوو، خو هغوی وایي، صندوق ته به مراجعه نه کوی او له همدې ځایه دا رایې باطلې اعلان کړی.»

مېرمن نورستاني وايي، چې د ثبات او همپالنې او دغه راز د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکټونو په ګډ له کمېسیون سره مخالفت کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون مشرې ټینګار وکړ، چې د رایو د بیا شمېر ځنډ، چې له وړاندې هم د ټاکنو کار پرې ځنډېدلی، افغانستان د بحران خوا ته بیايي.

هغې زیاته کړه، چې دوی نن هم غونډه لري او باید دغه غونډه یوه نتیجه ورکړي، که نه کمېسیون د رایو بیا ارزونه پیلوي او انتخاباتي ټکټونه کولی شي د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته مراجعه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122053

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122053/

جمهور
  https://www.jomhornews.com