بهرنیو چارو وزارت بهر ته د ځینو ديپلوماتانو پر تګ بندیز لګولی

18 عقرب 1398 ساعت 9:17

راپورونه وايي، د بهرنیو چارو وزارت بهر ته د یو شمېر ديپلوماتانو پر تګ بندیز لګولی او ځینې یې له هوایي ډګره بېرته راستانه کړي دي.


راپورونه وايي، د بهرنیو چارو وزارت بهر ته د یو شمېر ديپلوماتانو پر تګ بندیز لګولی او ځینې یې له هوایي ډګره بېرته راستانه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینو رسنیو ته ویلي، وزارت دغه کار د اصلاحاتو راوستلو په موخه تر سره کړي دی.

سرچینې وايي، بهرنیو چارو وزارت غواړي په ديپلوماتیکو ماموریتونو او ددغه مهم وزارت په اداري برخه کې اصلاحات راولي نو ځکه د یو شمېر ديپلوماتانو سفرونه ځنډول شوي دي.

ویل کېږي، په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې تازه په ځینو هېوادونو کې د ديپلوماتیک ماموریت په موخه ګومارل شوي وو.

رسنۍ وایي، ولسمشر ماڼۍ هم د دې خبر پخلی کړی یې ویلي، چې یې دي، بهرنیو چارو وزارت په اداري او دپیلوماتیکو برخو کې د اصلاحاتو لړۍ پيل کړې او دا کار یې په همدې موخه کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې ددغه زوارت نوي مشرتابه ویلي وو، چې د هېواد ديپلوماتیک ماموریت پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري او دوی په پوره چټکوالي هڅه کوي د ولسمشر په لارښوونه په خپلو چارو کې اړین اصلاحات راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122055

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122055/

جمهور
  https://www.jomhornews.com