ثبات او همپالنې ټیم دا ځل د ټاکنو کمېسیون پر قانون ماتونې تورن کړ

18 عقرب 1398 ساعت 9:51

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم دا ځل د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر قانون ماتونې تورن کړ وايي، دغه کمېسیون پرېکړه کړې، چې په ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.


د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم دا ځل د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر قانون ماتونې تورن کړ وايي، دغه کمېسیون پرېکړه کړې، چې په ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ثبات او همپالنې نن شنبې د لړم ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ټاکنو کمېسیون پر داسې مهال د رایو بیا شمېرنه پیل کړې، چې تر اوسه د تکراري، له وخت وتلې او ټولو تقلبي رایو په اړه چاڼ نه دی شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په داسې حال کې، چې د ثبات او همپالنې ټیم د قانون، لوائحو او اړونده کړنلارو سره سم د خبرو اترو له لارې غواړي پاکې او ناپاکې رایې سره بېلي شي، خو د ټاکنو کمېسیون په قانون ماتونې لاس پورې کړې او پرته له دې چې باطلې او غیر بایومتریک رایې سره بېلي کړي، پرېکړه کړې، چې د ځینو محلونو رایې بیا وشمېري.

اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي د ټاکنو کمېسیون پر دې سربېره هغه ۲۴۳۲ محلونه چې د دوی په وینا لا یې هم د موجویت څخه او دغه راز له بایومتریک کېدو څخه معلومات نشته، د بیا شمېرنې په تصمیم کې نیولي دي.

ثبات او همپالنې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې دوی به تقلبي رایو ته د اعتبار ورکولو په اړه بې تفاوته پاتې نه شي، بلکې له کمېسیون څخه غواړي، چې په خپلو قانونو دندو عمل وکړي او د رایو بیا شمېر دې د درغلو او غیر بایومتریک رایو تر مکمل چاڼ وروسته پیل کړي.

دوی په اعلامیه کې زیاته کړې، چې د خلکو د پاکو رایو څخه د دفاع په خاطر یې خپلو ټولو ولایتي انتخاباتي بنسټونو او څارونکو ته هدایت ورکړی، چې د موضوع تر روښانه کېدو پورې په دغه له قانون خلاف پروسه کې ګډون ونه کړي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم اوضاع له نېږدې څاري او هڅه کوي، موضوع د خبرو او سوله ییزې لارې د قانون او کړنلارو په رڼا کې له کمېسیون سره حل کړي، خو که نه شوه د خلکو د پاکو رایو څخه د دفاع په خاطر به خپله اساسي پرېکړه له مشورو وروسته اعلان کړي.

د ثبات او همپالنې ټیم دا اعلامیه پر داسې مهال ورکوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون همدا نن چهارشنبې د لړم ۱۸ مه د ۲۴۳۲ محلونو د رایو بیا شمېر بهیر پیل کړی دی.

کمېسیون پر خپله ویب پاڼه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، د رایو بیا شمېر او ارزونې بهیر لپاره د تخنیکي وسایلو بستې د ناظرین او څاروونکو پر وړاندې پیل کړ.

په دغه معلوماتو کې ویل شوي د کمېسیون مشرتابه له ناظرینونو او څاروونکو غواړي، چې پر ټاکلي وخت چې اعلان شوی دی، د نظار او څار لپاره حاضر شي.

د ټاکنو کمېسیون پر داسې مهال د ځینو محلونو د رایو د بیا شمېر بهیر پیلوي، چې تر دې وړاندې پر همدې موضوع د کمېسیون او د ځینو انتخاباتي ټیکټونو تر منځ لانجه وه.

کمېسیون له څو وروځو راهیسې غواړي، چې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل کړي، خو د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د حکمتیا په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټیمونه یې مخالفت کوي.

د دغه ستونزې د هواري لپاره د ټاکنو کمېسیون مشر تابه پرون هم د یادو ټکټونو له استازو سره ناسته درلوده خو بې پایلې پای ته ورسېده.

د ټاکنو د کمېسیون د مشرې حوا علم نورستاني په وینا دوی غواړي، د رایو بیا شمېره پیل کړي او غیر بایومتریک رایې تر تفتیش وروسته باطلې اعلان کړي، خو دغه دواړو ټيمونو یې په ګډه د دې کار مخالفت کړی دی.

نوموړې ویلي«د ۲۴۲۳ محلونو رایې، چې دوی پرې نیوکه لري، باید یو ځل بیا وشمېرل شي، که بایومتریک شوې وې موږ ریدر کود لرو، چې د هغې پر بنسټ پېژندل کېږي که نه وې بیا باطلې اعلانېږي، موږ په هر صورت کې صندوق ته مراجعه کوو، خو هغوی وایي، صندوق ته به مراجعه نه کوی او له همدې ځایه دا رایې باطلې اعلان کړی.»

مېرمن نورستاني وايي، چې د ثبات او همپالنې او دغه راز د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکټونو په ګډ له کمېسیون سره مخالفت کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون مشرې ټینګار وکړ، چې د رایو د بیا شمېر ځنډ، چې له وړاندې هم د ټاکنو کار پرې ځنډېدلی، افغانستان د بحران خوا ته بیايي.

هغې زیاته کړه، کمېسیون د رایو بیا ارزونه پیلوي او انتخاباتي ټکټونه کولی شي د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته مراجعه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 


د مطلب کود: 122058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com