افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه دیپو موندلې

18 عقرب 1398 ساعت 11:02

ملي دفاع وزارت کندور ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو د یوې لویې زېرمې د موندلو او نیولو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت کندور ولایت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو د یوې لویې زېرمې د موندلو او نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د لړم ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډو ځواکونو د کندوز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

خبرپاڼه وایي، په دې عملیاتو کې د علي آباد ګڼې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په علي اباد کې دا اوس هم د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

بل خوا دفاع وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶ وسله وال مخالفین د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122062

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122062/

جمهور
  https://www.jomhornews.com