دفاع وزرات: لوګر کې د دریو قاضیانو اصلي قاتل و وژل شو

19 عقرب 1398 ساعت 7:30

ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو هغه قوماندان له دریو ملګرو سره یو ځای وژلی، چې درې ورځې وړاندې یې درې قاضیان په دغه ولایت کې شهیدان کړي وو.


ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو هغه قوماندان له دریو ملګرو سره یو ځای وژلی، چې درې ورځې وړاندې یې درې قاضیان په دغه ولایت کې شهیدان کړي وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د لړم ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ ماښام مهال د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو د یوه کلیدي قوماندان ویس الدین په ګډون څلور وسله وال طالبان و وژل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، قوماندان ویس الدین هغه کس و، چې درې ورځې وړاندې یې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې درې تنه قاضیان چې کابل ته روان و، د لوګر ولایت په مربوطاتو کې په شهادت رسولي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د پکتیا د استیناف محکمې درې تنه قاضیان او یو کارکوونکی د تېرې پنشنبې لړم ۱۶ مې په ورځ کابل ته روان و، چې د ګردیز – کابل پر لویه لار د لوګر ولایت اړوند سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ او شهیدان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 122075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com