ایکو سازمان د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

19 عقرب 1398 ساعت 9:02

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو د وزیرانو غوندې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ.


د بهرنیو چارو وزارت وايي، د د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو د وزیرانو غوندې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو د وزیرانو ۲۴ دوره ناسته پرون شنبې د لړم ۱۸ مه د ترکیې په کوربه توب په اناتالیا ښار کې وشوه.

خبرپانه وايي، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال میرویس ناب په مشرۍ افغان پلاوي هم ګډون درلود او د غوندې برخوالو په یوه خوله د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب وايي، په دې ناسته کې یې ګډونوالو ته ویلي چې اقتصادي سوکالي مستقیماً له سولې سره تړاو لري.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه زیاته کړې دغه راز یې د غونډې ګډونوالو ته ویلي، دا چې افغانستان د نړۍ په استازیتوب د تروریزم پر وړاندې جنګ مخته وړي، باید ټول په دې جنګ کې اوږه ورکړي.

د یادونې ده، چې  د اقتصادي همکاريو سازمان یا ایکو لس دایمي غړي لري او افغانستان له ۱۳۷۲ لمریز کاله ورسره یوځای شوی.

د سیمې د خلکو اقتصادي سوکالي، د سوداګریو پراختیا او د خصوصي او دولتي سکټور د همغږۍ رامنځته کول د دغه سازمان مهم هدفونه یادېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122081

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122081/

جمهور
  https://www.jomhornews.com