مشرانو جرګه د ټاکنو د پایلو د ځنډ په اړه: د پایلو له اعلان د لوبو آله جوړه شوې

19 عقرب 1398 ساعت 13:30

مشرانو جرګې د ټاکنو د پایلو پر ځنډ اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د انتخاباتي ټیمونو د اختلافونو له امله د ټاکنو له پایلو د ماشومانو د لوبو آله جوړه شوې ده.


مشرانو جرګې د ټاکنو د پایلو پر ځنډ اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د انتخاباتي ټیمونو د اختلافونو له امله د ټاکنو له پایلو د ماشومانو د لوبو آله جوړه شوې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې لړم ۱۹ مې په غونډه کې و ویل، دوه میلیونه خلکو رایه ورکړې، خو دوه میاشتې کېږي، چې پایلې یې نه معلومېږي.

نوموړي زیاته کړه«زما په نظر د ټاکنو له پایلو هم د لوبو آله جوړه شوې، پر کمېسیون غږ کوم، چې ځان له انحصار څخه راوباسي او د رایو د پایلو په اعلان سره نور ولس له دې جنجال او اندېښنو راوباسي.»

د مشرانو جرګې رییس ټینګار وکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د پایلو د اعلان په اړه دوه ځلې خپله لایحه تر پښو لاندې کړې او نو د ټاکنو د پایلو ځنډ ولس ته د منلو نه دی او باید ژر تر ژره یې اعلان کړي.

ښاغلي مسلم یار خبرداری ورکړ، چې په هره اندازه د ټاکنو پایلې ځنډېږي په همغه کچه هېواد د نفاق او بدبختیو خوا ته درومي.

د مشرانو جرګې رییس پر ټولو نوماندانو غږ وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او هغه پایلې، چې کمېسیون یې اعلانوي ومني.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار هم و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له قانون سره سم د نوماندانو قناعت تر لاسه کړي او د هېواد دې اساسو شرایطو او ستونزو ته په کتو نور باید د هېواد روان حالت کړکېچ خوا ته کش نه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون باید ستونزې حل او ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي او ولس نور له دغه تشویش څخه وژغوري.

د هغه په وینا په ټاکنو کې مهم شفافیت او عدالت دی نه دا چې کوم ټیم بریالی کېږي، همدې ته په کتو کمېسیون باید نور پر ټاکنو د ولس باور کم نه کړي.

مشرانو جرګې پر داسې مهال د ټاکنو پر ځنډ اندېښنه ښيي، چې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د اعلان سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د راتلونکې پنشنبې لړم په ۲۳ مه نېټه اعلان شي.

کمېسیون د شفافیت لپاره د څه باندې ۸ زره محلونو د رایو بیا شمېرنه پرون شنبې د لړم ۱۸ مه پیل کړې، خو ځینې انتخاباتي ټکټونه ورسره مخالف دي او د کمېسیون دغه کار د قانون خلاف بولي.

خو د ټاکنو کمېسیون وایي، د دوی ټولې چارې له قانون او اصولو سره مخې ته روانې دي او که انتخاباتي ټیمونه نیوکې لري د شکایتونو کمېسیون ته یې د وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 122087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com