د ساختماني شرکتونو ګواښ:

که مالیه وزارت مو پیسې را نه کړي، د زرګونو دولتي پروژو کار به ودروو

19 عقرب 1398 ساعت 14:58

لسګونو ساختماني او قراردادي شرکتونو ادعا وکړه، چې زرګونه پروژې یې پلي کړې، خو د مالیې وزارت یې د پیسو له ورکړې ډډه کوي.


لسګونو ساختماني او قراردادي شرکتونو ادعا وکړه، چې زرګونه پروژې یې پلي کړې، خو د مالیې وزارت یې د پیسو له ورکړې ډډه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه شرکتونو استازو نن یکشنبې د لړم ۱۹ مه کابل کې د یوې اعتراضیه خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دوی د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې زرګونه پروژې پلې کړې او پر مالیې وزارت یې میلیاردونه افغانۍ اړولې دي.

د هلال حمزه شرکت مسوول احمد ضمیر په دې اړه خبریالانو ته و ویل، چې د مالیې وزارت له تېرو ۷ میاشتو راهیسې د دوی د پلې کړیو پرژو د پیسو له ورکړې ډډه کوي.

د هغه په وینا مالیې وزارت د دوی د غوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د دغه پروژو بودجه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لګول شوې او دوی بودجه نه لري.

د دې شرکتونو او قرادادیانو استازي وایي، مالیې وزارت زیاتره د هغه پروژو د پیسو له ورکړې ډډه کوي، چې د معارف، ښار جوړونکي او د کلیو پراختیا وزارت اړوند دي.

د دغه معترضانو له ډلې یو بل تن سعادت خان ادعا وکړه، چې مالیې وزارت د زرګونو پلې کړیو پروژو پیسې، چې د ۱۰ میلیارد زیات افغانۍ کېږي له تېرو ۷ میاشتو راهیسې نه ورکړي.

همدارنګه د آرشي ساختماني شرکت مسوول محمد شاهین هم و ویل، چې د دوی شرکت په بغلان، قندوز، او بدخشان ولایتونو کې ګڼې پروژې چې د پلي کېدو په حال کې دي، خو د مالیې وزارت یې پیسې نه دي وکړې.

د هغه په وینا یوازې د معارف وزارت د پلې کړیو پروژو له مخې د ساختماني شرکتونو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړی دی.

د دې ساختماني شرکتونو استازو خبرداری ورکړ، چې که مالیې وزارت د دوی پیسې ورنه کړي، نو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې زرګونه پلې کېدونکې پروژې به ودروي.

مالیې وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش



 


د مطلب کود: 122095

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122095/

جمهور
  https://www.jomhornews.com