پکتیا کې د طالبانو یو ولسوال او څلور پاکستانیان وژل شوي

20 عقرب 1398 ساعت 10:42

سیمه ییز چارواکي پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال او څلورو پاکستاني وسله والو په ګډون د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


سیمه ییز چارواکي پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال او څلورو پاکستاني وسله والو په ګډون د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، طالب ولسوال یو شپږ نور وسله وال به یوه هوايي برید کې وژل شوي او څلور پاکستاني وسله وال بیا د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره دغه دواړه پېښې تېره ورځ د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب او څمکنیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، افغان هوايي ځواک د ځاځي اریوب ولسوالۍ په روکیان سیمه کې پر طالبانو هوايي برید کړی دی.

نوموړي زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د احمدخېلو ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال مولوي میرزا جان او د ځاځي اریوب لپاره د طالبانو سیمه یز قوماندان الله یار وژل شوي دي.

د هغه په وینا له میرزاجان او الله یار سره په دغه برید کې یو ځای د طالبانو یو بل سرګروپ قاري حبیب هم له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی.

بل خوا د پکتیا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، پرون په څمکنیو ولسوالۍ کې څلور تنه پاکستاني وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري اژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 122117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com