خوست:

د طالبانو په برید کې پنځه پولیس او یو څارنوال وژل شوي

20 عقرب 1398 ساعت 11:01

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه وسله وال برید او چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه وسله وال برید او چاودنه کې د پولیسو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه او برید تېره شپه د خوست ولایت په تریزايي او علیشېرو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دی.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسول سید احمد بابزی د وسله والو طالبانو په بمي چاودنه او وسله وال برید کې پنځه پولیس او یو څارنوال وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دی.

په ورته وخت کې د خوست د والي ویاند طلب منګل وايي، چاودنه د تریزايي او علیشېرو ولسوالۍ بلاووټ ښارګوټي ته نېږدې پر هغه پولیسو شوې، چې یوې امنیتي پوستې ته د مرستې لپاره ور روان وو.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر ګل محمد منګل هم تاییدوي، چې دوی تنه شپږ جسدونه او څلور ټپیان وروړل شوي، چې ټول پولیس دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 


د مطلب کود: 122120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com