سټار اینډ سپرایپس:

امریکا افغانستان ته تر ټولو سترې پوځي الوتکې استولې

20 عقرب 1398 ساعت 13:03

د سټار اینډ سپراییس مجله په یوه راپور کې وايي، امریکا، افغانستان ته د جګړې لپاره تر ټولو سترې او په لایزري وسلو سمبال پوځي الوتکې لېږلې دي.


د سټار اینډ سپراییس مجله په یوه راپور کې وايي، امریکا، افغانستان ته د جګړې لپاره تر ټولو سترې او په لایزري وسلو سمبال پوځي الوتکې لېږلې دي.

د جمهور آژانس دغه مجلې زیاته کړې، دا الوتکې ګوسټ رایډرز نومېږي او د مخالفینو پر ضد عملیاتو کې تر اوسه بریالۍ دي.

په راپور کې ویل شوي، دغه الوتکو ته د اسماني اروا نوم هم ورکړل شوی دی او هره شپه د افغان خاورې پر حریم پروازونه کوي.

مجلې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي دغه الوتکې پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو حکم تر صادرېدو وروسته افغانستان ته د عملیاتو لپاره رااستول شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com