۰
د میدان وردګو ځینې اوسېدونکي:

علي پور قتلونه، لارشکونې او باج ګیرۍ کوي، یو تن یې برمه او ټوټې ټوټې کړی

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۳
د میدان وردګو یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوال قوماندان علي پور په قتل، لار شکونې او باج اخیستو باندې تورن کړ.
علي پور قتلونه، لارشکونې او باج ګیرۍ کوي، یو تن یې برمه او ټوټې ټوټې کړی
د میدان وردګو یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوال قوماندان علي پور په قتل، لار شکونې او باج اخیستو باندې تورن کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو دغه شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو نن دوشنبې د لړم ۲۰ مه کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال ادعا وکړه، چې علي پور په دغه ولایت کې څو ځلې قتل کړی، له خلکو سره تاوتریخوالی کوي او له خلکو باج اخلي.

یو تن قومي مشر سید رحیم ستار په دې ناسته کې و ویل، علي پور په دې وروستیو کې یو غریب کار کس چې د میدان وردګو اوسېدونکی او فضل الربي نومېږي په جلریز ولسوالۍ کې نیولی او په ډېر بې رحمانه ډول یې برمه او ټوټې ټوټې کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې علي پور د یوه قوم څخه د ساتنې په موخه د سیمې خلک او د میدان وردګ د دوهم نمبر شاهرا مسافر د ځانګړو قومونو په نومونو آزاروي او له هغوی باج اخلي.

هغه د قومي نفاق او د قومونو تر منځ د بېلوالي راوستل بله هغه څه بولي، چې په وینا یې د علي پور له خوا تر سره کېږي او پر حکومت یې غږ وکړو چې ژر تر ژره علي پور ونیسي او محکمه یې کړي.

دغه راز د یادې غونډې بل برخه وال حاجي صاحب الدین د یوه عیني شاهد په توګه و ویلو چې د علي پور ملېشو دی او درې تنه نور په دې وروستیو کې په جلریز ولسوالیو کې ونیول او د څو ورځو لپاره یې د خپل شخصي زندان په تشنابونو کې ساتل او شکنجه کول.

نوموړي هم و ویل، چې علي پور د یوه ځانګړي قوم کسان نیسي، زنداني کوي یې او وروسه شکنجه ورکوي، چې په وینا یې باید علي پوره ونیول شي او محکمه شي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو یو بل تن قومي مشر مومن ملاخېل و ویل، علي پور نه یوازې چې لار نیسي، له خلکو باج اخلي، بلکې په میدان وردګو کې د ټولګټو پروژو د پلي کېدو مخنیوی هم کوي.

د هغه په وینا هغه وسلې او مهمات چې علي پور یې لري د دولت دي او ځینې هم د دولت د ننه او بهر د دغه سیمه ییز قوماندان ملاتړ کوي.

د میدان وردګو قومي مشرانو د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره له عبدالغني علي پور څخه د ځینو سیاسي مشرانو د نه ملاتړ غوښتنه وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ، چې ژر تر ژره علي پور ونیسي او لاس یې د نورو قتلونو او تاوتریخوالي څخه لنډ کړي.

د یادونې ده، چې علي پور د سیمه ییزه پاڅونوالو د قوماندان په توګه د میدان وردګو ولایت په بهسود او جلریز ولسوالیو کې فعالیت لري.

نوموړی تېره کال د ملي امنیت ځواکونو له خوا د ځینو تورونو له امله په کابل کې ونیول شو، چې وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سروردانش په هڅو او ضمانت خوشی شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي