اروپايي ټولنه:

د افغان ټاکنو پایلې باید ژر اعلان او ټولې خواوې یې ومني

21 عقرب 1398 ساعت 8:54

اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان د سولې لپاره خورا مهم دی، چې باید ژر تر ژره اعلان او ټولې ښکېلې خواوې یې ومني.


اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان د سولې لپاره خورا مهم دی، چې باید ژر تر ژره اعلان او ټولې ښکېلې خواوې یې ومني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني پرون دوشنبې د لړم ۲۰ مه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته کړې دی.

د راپورونو له مخې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې مهمه اجنډا هم همدا د افغانستان ټاکنې او د سولې خبرې وې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې تر غوندې وروسته خپلو خبرو کې ویلي، تمه لري، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ژر تر ژره اعلان شي او ټولو خواوې یې باید ومني.

نوموړې زیاته کړې«که د ټاکنو پایلې ونه منل شي، په یوه ډول تر سوال لاندې راوستل شي او بحران رامنځ ته شي، نو دا بیا د هغه کسانو په ګټه تمامېږي، چې نه غواړي د افغانستان د دیموکراسۍ پروسه کې پانګونه وکړي، او دا خپل د یوه مشروع حکومت لید لوری د سولې په خبرو کې کمزوری کوي.»

د هغې په وینا هغه کمزورتیاو ته په کتو چې د ټاکنو د پایلو د ځنډ لامل شوې په کتو ښايي دا موضوع سمه نه وي، چې و ویل شي دا ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ښې ټاکنې وې، خو زیاتوي په دیموکراتیکه پروسه کې کله کله خنډونه رامنځ ته کېږي او پروسه وخت ونیسي.

آغلې موګریني د ټاکنو د پایلو اعلان د افغانستان د سولې لپاره مهمې وبللې او ویې ویل، د همدې لپاره یې ټینګار پر دې دی، چې دغه پایلې باید ژر تر ژره اعلان او ټولې ښکېلې غاړې یې ومني.

موګریني و ویل«موږ له ټولو سیاسي اړخونو غواړو له هغه هڅو سره یو ځای شي، چې غواړي د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د یوه مشروع حکومت، چې نړیواله ټولنه او سیمه ییز لوبغاړي له ځان سره ولري او طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شي، د افغانستان خلک په دې کې د اروپايي ټولنې رول ویني، ځکه موږ کومې پټې برنامې نه لرو، موږ یواز د افغانستان خلکو حقوق، سوله، امنیت او ثبات غواړو او له دې هر وخت ملاتړ کوو.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره پر داسې مهال د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ژر اعلان ټینګار کوي، چې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د مهال وېش سره سم د ټاکنو پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه اعلان کړي.

خو د کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټکټونو تر منځ وروستیو ستونزو ته په کتو کېدای شي، د ټاکنو د پایلو د اعلان نېټه نوره هم وځنډېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com