ولسمشر غني:

په مشروط ډول د انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشید د خوشي کېدو اعلان وکړ

21 عقرب 1398 ساعت 10:23

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تایید کړه، چې په مشروط ډول به د طالبانو مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشید عمري د دوه امریکایي استادانو په بدل کې خوشي کړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني تایید کړه، چې په مشروط ډول به د طالبانو مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشید عمري د دوه امریکایي استادانو په بدل کې خوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن سه شنبې د لړم ۲۱ مه کابل کې په یوه ناسته کې بیانیه ورکوله و ویل، چې که څه هم دا پرېکړه یوه سخت پرېکړه ده، خو په افغانستان کې د سولې په خطر چې د هر وګري غوښتنه ده افغان حکومت یې کوي.

نوموړي زیاته کړه«لکه څنګه مې چې وړاندې ویلي وو په افغانستان کې تل پاتې او باعزته سوله او ثبات دې ته اړتیا لري، چې یو تریخ قیمت ورکړو، نو همدا قیمت پرې کوو، خو دا باید واضح وي، چې موږ په هېڅ ډول په جمهوریت او تېرو لاس ته راوڼې قربانۍ ورکولو ته تیار نه یو.»

ښاغلي غني زیاته کړه، چې له طالبانو سره په غیر مستقیمو خبرو کې مهم ټکی هم د دوه امریکايي استادانو د خوشي کولو موضوع وه تر څو د افغانستان باعزته دولت خپله بشردوستانه مرسته له دغه استادونو، د هغوی له کورنیو او نړیوالو سره وښي.

نوموړي و ویل، همدې او په افغانستان کې د سولې مخامخ خبرو او سولې ته د رسېدو په خاطر چې د هر افغان وګړي غوښتنه ده، له ټولو اړخونو او نړیوالو شریکانو او امریکا سره په مشوره افغان دولت پرېکړه کړې، چې دغه درې طالب زندانیان انس، جلال الدین زوی، حاجي مالي خان د ولي خان او عبدالرشید، د محمد عمر زوی په مشروط ډول خوشي کړي.

ولسمشر زیاته کړه« موږ د نړیوالو او امریکا سره په مشور داسې کړنلاره تر لاس لاندې نیولې، چې د دغه دریو کسانو په مشروط ډول خوشي کېدل به د دښمن د لیکو او بریدونو د قوت ټکی نه ګرځي، زموږ او زموږ د نړیوالو شریکانو تدابیر داسي دي، چې دغه سخت خو د درک وړ تصمیم کولی شي، هم زموږ ځواک او د دغه ستونزې د سوله ییز حل لپاره د سختو تصمیونونو نیول وښي او هم د سولې په اړه د باور د رامنځ ته کېدو او سولې د مخامخ خبرو د پیل او تاوتریخوالي د کمېدو سبب شي.»

نوموړي دا هم و ویل، طالبان پوهېږي د دوی ۱۱ زره زندانیان له افغان دولت سره بندیان دی، چې په وینا یې د هر یوه سره یې د اسلامي او انساني قانون په چوکات کې چلند ورسره شوي، خو په وینا یې که طالبان بیا هم پر افغان وژنه ټینګار وکړي او د پردیو د ګټو لپاره افغانان قرباني کړي، نو هغه څه به ورسره وشي، چې په ۱۳۹۸ کال کې ورسره وشول.

ولسمشر غني تمه ده وښوده، چې طالبان د سولې لار خپله کړي، د سولې مخامخ خبرو ته کېني او د افغانستان روان بحران ته د سوله ییزې لارې د پای ټکی کېښودل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122149

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122149/

جمهور
  https://www.jomhornews.com