سرپل کې ترافیکي پېښې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

21 عقرب 1398 ساعت 13:32

سیمه ییز چارواکي وايي، سرپل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، سرپل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د لړم ۲۱ مه سهار د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شیګي کوتل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرپل د ولایتي شورا غړی محمد حسین مجاهد زاده وایي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۷ تنه ټپیان او یو ماشوم هم لادرکه شویو چې ښايي سړک ته څېرمه سیند ته غورځېدلی وي.

د ولایتي شورا غړی مجاهد زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې دوه ښځې او شپږ نارینه شامل دي او دغه راز په ټپیانو کې یو ماشوم درې ښځې او درې نارینه دي.

د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 


د مطلب کود: 122154

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com