کابل کې د امریکا سفیر:

د طالب زندانیانو خوشي کول د افغان ځواکونو توانايي او د ولسمشر غني زړورتوب ښيي

21 عقرب 1398 ساعت 14:25

کابل کې د امریکا سفیر جان باس د افغان حکومت له خوا د طالبانو د درې مهمو زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.


کابل کې د امریکا سفیر جان باس د افغان حکومت له خوا د طالبانو د درې مهمو زندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جانس باس له طلوع خصوصي تلوېزیون سره خبرو کې ویلي، دا کار د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت توايي ښيي او دوی یې هرکلي کوي.

د هغه په وینا امریکا هم د درې طالب زندانیانو له ازادېدو او د ولسمشر غني له دې زړور اقدام هرکلي او ملاتړ کوي او تمه لري، چې طالبان به هم د دې په بدل کې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو هېوادونو بندیان آزاد کړي.

د یادونې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبې د لړم ۲۱ مه په یوه خبري کنفرانس کې په رسمي ډول طالبانو د دریو مهمو زندانیانو د خوشي کولو خبر ورکړ.

ښاغلي غني و ویل، چې انس حقاني، د جلال الدین زوی، حاجي مالي خان د ولي خان زوی او عبدالرشید د محمد عمر زوی په مشروط ډول خوشي کړي.

ولسمشر زیاته کړ، د یادو دریو تنو د ازادېدو پر پرېکړه یې د زیات شمېر نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره مشوره کړې ده.

ولسمشر زیاته کړه« موږ د نړیوالو او امریکا سره په مشور داسې کړنلاره تر لاس لاندې نیولې، چې د دغه دریو کسانو په مشروط ډول خوشي کېدل به د دښمن د لیکو او بریدونو د قوت ټکی نه ګرځي، زموږ او زموږ د نړیوالو شریکانو تدابیر داسي دي، چې دغه سخت خو د درک وړ تصمیم کولی شي، هم زموږ ځواک او د دغه ستونزې د سوله ییز حل لپاره د سختو تصمیونونو نیول وښي او هم د سولې په اړه د باور د رامنځ ته کېدو او سولې د مخامخ خبرو د پیل او تاوتریخوالي د کمېدو سبب شي.»

نوموړي دا هم و ویل، طالبان پوهېږي د دوی ۱۱ زره زندانیان له افغان دولت سره بندیان دی، چې په وینا یې د هر یوه سره یې د اسلامي او انساني قانون په چوکات کې چلند ورسره شوي، خو په وینا یې که طالبان بیا هم پر افغان وژنه ټینګار وکړي او د پردیو د ګټو لپاره افغانان قرباني کړي، نو هغه څه به ورسره وشي، چې په ۱۳۹۸ کال کې ورسره وشول.

ولسمشر غني تمه ده وښوده، چې طالبان د سولې لار خپله کړي، د سولې مخامخ خبرو ته کېني او د افغانستان روان بحران ته د سوله ییزې لارې د پای ټکی کېښودل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 122158

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122158/

جمهور
  https://www.jomhornews.com