ولسي جرګه:

طالب زندانیان د مجازاتو په تعلیق خوشي شوي، پاکستان هڅه کوله دغه امتیاز دوی واخلي

22 عقرب 1398 ساعت 10:49

ولسي جرګې د افغان حکومت له لوري د بګرام زندان څخه د حقاني شبکې د دریو غړو انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ الرشید خوشي کول د افغان دولت لویه لاس ته راوڼه وبلله.


ولسي جرګې د افغان حکومت له لوري د بګرام زندان څخه د حقاني شبکې د دریو غړو انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ الرشید خوشي کول د افغان دولت لویه لاس ته راوڼه وبلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې د نن چهارشنبې لړم ۲۲ مې غونډې په امتیازې ساعت کې و ویل، دغه درې طالب زندانیان د دوه امریکايي استادانو په بدل کې په قانوني ډول او د مجازاتو په تعلیق سره خوشي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه طالب زندانیانو د خوشي کېدو په برخه کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي او کمېسیونونو له ریسانو سره هم سلا مشورې شوې او ارګ ته ورغوښتل شوي وو.

ښاغلي رحماني و ویل«د درې طالب زندانیانو د خوشي کېدو په اړه موږ اداري پلاوی او د کمېسیون ریسان ارګ ته ورغوښتل شوي وو، د هغوی ټولې دوسیې طی مراحل شوې وې، څارنوالۍ او قضايي قوې یې په اړه پرېکړه صادره کړې وه، او دغه کسان د د هېواد له قوانینو سره سم او مجازاتو د تعلیق پر بنسټ خوشي شوي دي.»


د ولسي جرګې رییس د دې درې طالب زندانیانو خوشي کول چې ان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه وه د افغان دولت لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله ځکه په وینا یې پاکستان تر وروستي بریده هڅه وکړه، چې د دغه کسانو د خوشي کېدو امتیاز دوی تر لاسه کړي.

رحماني زیاته کړه، ان د پاکستان د استخباراتو رییس جنرال حمید فیض چې کابل ته د بېښنې لپاره راغلی وو هڅه کوله، چې له دوه امریکايي استادانو سره د دغه دریو طالب زندانیانو د تبادلي امتیاز پاکستان تر لاسه کړي.

خو په وینا یې افغان حکومت د پاکستان د دغه کار کلک مخالفت کړی او ورته ویلي یې دي، چې افغانستان هېڅ وخت خپل وګړي پاکستان ته نه تسلیموي.

د ولسي جرګې رییس زیاته کړه، د دوه امریکايي استادانو په بدل کې د دغه درې مهم طالب مشرانو د خوشي کول پرېکړه که څه هم ډېر سخته وه، خو د افغان دولت لپاره یوه مهمه لاس ته راوڼه وه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازي ارین یون د افغان دولت د دې اقدام د هرکلي او ملاتړ تر څنګ و ویل، چې د حکومت دا کار د سولې لپاره یو عملي ګام وو.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان خلک اوس دې درک ته رسېدلي، چې جګړه ګټونکی نه لري او ستونزې په جګړه نه حل کېږي نو باید د خبرو او سولې لار ونیول شي.

اغلې یون پر حکومت غږ وکړ، چې سولې ته رسېدو په خاطر باید په راتلونکې کې نور داسې ګامونه هم پورته کړي او طالب زندانیان تبادله کړي.

په ورته وخت کې د جرګې ځینو غړو د حکومت له دغه اقدام سره مخالفت څرګند کړ ځکه د دوی په وینا دا کار د افغان ولس په ګټه نه دی، بلکې د دښمن له خوا باج اخیستنه ده.

جرګې غړي عبدالروف انعامي وايي، که د دې کار په بدل کې طالبانو یوه میاشت هم اوربند اعلان کړی و، د افغان ولس په ګټه و، خو په وینا یې معلومېږي، چې د افغانستان قضایه قوه او ولسي جرګه خپلواکي نه لري او دا ښکاره کوي، چې په دې کار کې طالب پر حقه او افغان لوري ناحقه دی.

ده و ویل«که امریکا او افغان حکومت طالبانو ته دومره احترام کوي، نو موږ له دې ځایه له ملا هبت الله سره بیعت کوو، خو نور دا معامله ګرۍ او مقطعي چلند د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دی.»

د جرګې بلې غړې نیلوفر ابراهیمي هم ورته څرګندونې وکړې او دا یې د افغان دولت لپاره یو له شرمه ډک ګام وباله، چې په ملي کچه یې طالبانو ته امتیاز ورکړ.

هغې و ویل«زه له هغه ټولو میندو او خویندو، چې د حقاني شبکې د بریدونو قرباني شوي، بښنه غواړم، دا کار د هغه لافو پر وړاندې چې ویل یې دښمن به یې په کورونو کې خنثی کړو یوه له شرمه ډکه معامله ده، موږ باید اعتراف وکړو، چې خپلواکي نه لرو.»

نوموړې ټینګار وکړ، چې د دغه دریو کسانو په خوشي کېدو سره به د دښمن بریدونه کم نه شي، بلکې لا به زیات شي او افغانان به یې قرباني وي.
 
خو مېرمن یون و ویل، ځینې سیاسي کړۍ، چې ګټې یې په جګړه کې دي او هڅه کوي، د جګړې په اوږدېدو سره افغانستان کې خپل اهداف تر لاسه کړي د حکومت د دې اقدام مخالفت کوي.

هغې زیاته کړه«دغه وطن پلورونکو ته زما پیغام دا دی، پرېږدۍ چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او نور دا وژنې او قتلونه پای ته ورسېږي.»

د یادونې ده، چې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ الرشید د حقاني شبکې درې مهم مشران پرون د ولسمشر غني د حکم پر اساس له بګرام زندان څخه خوشي شول.

ولسمشر و ویل، چې دغه درې طالب مشران یې، سولې ته د رسېدو، د سولې د مخامخ خبرو، تاوتریخوالي کمېدو او دغه راز له دوه امریکايي استادانو سره د بشري خواخوږۍ په پار خوشي کوي.

ویل کېږی، چې انس حقاني او دوه نور ملګري یې تېره شپه له بګرام زندان څخه خوشي شوي، او په یوه ځانګړې الوتکه کې د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 122183

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122183/

جمهور
  https://www.jomhornews.com