افغان کابینې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه تایید کړه

22 عقرب 1398 ساعت 14:29

د مالیې وزارت وايي، د افغان حکومت کابینې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه چې ۴۲۷ میلیارد افغانیو ته رسېږي تایید کړه.


د مالیې وزارت وايي، د افغان حکومت کابینې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه چې ۴۲۷ میلیارد افغانیو ته رسېږي تایید کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه بودیجې مسوده به تر تایید وروسته د راتلونکې شنبې په ورځ ملي شورا ته د تصویب لپاره ولېږل شي.

د مالي وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، د نوي مالي کال بودیجه کې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ یې عملیاتي یا عادي بودیجه او پاتې ۱۳۹ میلیارده افغانۍ یې انکشافي بودیجه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه بودیجه د اداراتو او وزارتونو سره د استماعیه جلساتو څخه وروسته پرون سه شنبې د لړم ۲۱ مه د افغان کابینې له خوا تایید شوه.

په ورته وخت کې د ارګ له خوا خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي، د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت کابینې پرون د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه تایید کړه.

د یادونې ده، چې د افغانستان ۱۳۹۸مالي کال بودجه په مجموعي ډول ۳۹۹ میلیارده افغانۍ وه، چې ۲۷۵ میلیارده يي عادي او پاتې نور پراختیایي بودیجه وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com