ترکیې د داعش د یوه بل مهم مشر د نیولو خبر ورکړ

23 عقرب 1398 ساعت 8:49

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، ترکي ځواکونو سوریه کې د داعش ډلې یو بل مهم غړی او مشر نیولی دی.


د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، ترکي ځواکونو سوریه کې د داعش ډلې یو بل مهم غړی او مشر نیولی دی.

د جمهور آزانس د خبر له مخې وزیر سویلو که څه هم د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وايي، د داعش یو مهم چارواکی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څو ورځې وړاندې ترکیې د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي د مشرې خور، اوښي او دغه راز د هغه د یوې مېرمنې د نیولو خبر هم ورکړی وو.

ترکیه پر داسې مهال د داعش د یوه بل مهم غړي د نیولو خبر ورکوي، چې ویل کېږي انقرې له المان او هالنډ سره موافقه کړې، چې هغوی خپل بهرني ترهګر بېرته واخلي.

خو وزیر سویلي دوی خپل سیاسیت لري او هغه په قطعي ډول پلي کوي، ځکه ترکیه د ترهګرو د اوسېدو ځای نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122207

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122207/

جمهور
  https://www.jomhornews.com