د کاپيسا امنیه قوماندان له طالبانو سره مخامخ جګړه کې ټپي شوی

23 عقرب 1398 ساعت 9:51

کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوی دی.


کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د کاپیسا ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان پولیسو او طالبانو تر منځ نښته پرون چهارشنبې د لړم ۲۲ مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په پټه دره سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، طالبانو په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د دفاع لپاره یې خپله قوماندان مشعل هم سیمې ته رسېدلی وو.

نوموړي زیاته کړه، په دغه جګړه کې قوماندان مشعل په اوږه کې مرمۍ خوړلې او ټپي شوی چې دا مهال په بګرام کې تر درملنې لاندې او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند د پرونۍ جګړې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، په پرونۍ جګړه کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې دوه ملي پولیس، دوه سیمه ییز پولیس او درې تنه د سیمې ییز اردو سرتېري هم په دې جګړه کې ټپیان شوي.

طالبانو هم په نجراب کې د جګړې پخلی کړی وایي، په دغه جنګ کې نه یوازې د کاپیسا امنیه قوماندان بلکې د نجراب امنیه قوماندان هم ټپی شوی دی.

طالبانو ویلي دوی د نجراب ولسوالۍ پټه دره نیولې، خو افغان امنیتي چارواکو د طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړه.

وسله والو طالبانو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122215

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122215/

جمهور
  https://www.jomhornews.com