سرچینې:

انس حقاني او ملګري یې له دوه امریکايي استادانو سره نه دي تبادله شوي

23 عقرب 1398 ساعت 10:18

راپورونه وايي، د حقاني شبکې درې مهم غړي تر اوسه پورې د امریکایي پوهنتون له دوه استادانو سره نه دي تبادله شوي.


راپورونه وايي، د حقاني شبکې درې مهم غړي تر اوسه پورې د امریکایي پوهنتون له دوه استادانو سره نه دي تبادله شوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د حقاني شبکې مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید پرون افغان حکومت له بګرام زندان څخه د دوه امریکایي استادنو په بدل کې خوشي کړل.

ځینې سرچینې وايي، انس حقاني او ملګري یې د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي او طالبانو هم د دې خبر پخلی کړی دی.

طالبانو تر اوسه نه دي ویلي، چې د امریکايي پوهنتون استادان یې خوشي کړي که نه خو پرون طالب ویاند مجاهد رسنیو ته ویلي و، چې دوی به امریکايي استادان هغه مهال خوشي کړي، چې د دوی خوشي شوي بندیان خوندي ځای ته ورسېږي.

سره له دې چې ویل کېږي انس حقاني او ملګري یې قطر ته رسېدلي خو اوس رویټرز خبري آژانس د دوه سرچینو له قوله ویلي، چې خوشي شوي طالب بندیان د امریکایی پوهنتون له برمته شویو استادانو سره تر اوسه تبادله شوي نه دي.

دغه آژانس ته یوه افغان چارواکي او یوه دیپلومات تایید کړې، له ټاکل شوي پلان سره سم طالب بندیان د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو برمته شویو استادانو سره، چې یو استرالیايي او بل امریکايي دی، تبادله شوي نه دي.

دیپلومات د نوم نه ښودلو په شرط په دې اړه چې تبادله ولې له مخکیني پلان سره سمه نه ده شوې، د جزیاتو له څرګندولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند بیا ویلي، هیله لري چې طالبان به ژر تر ژره برمته استادان خوشي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122219

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com