ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو ته د مرستو لړۍ پیل کړه

23 عقرب 1398 ساعت 13:29

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ژمې موسم په رارسېدو سره یې ولایتونو ته د اړمنو افغانانو لپاره د خوراکي او نقدي مرستو لېږد پیل کړی دی.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ژمې موسم په رارسېدو سره یې ولایتونو ته د اړمنو افغانانو لپاره د خوراکي او نقدي مرستو لېږد پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا زیاته کړې، دا مرستې به سلګونه زره اړمنو افغاناتو سره وشي.

د یادې ادارې ویاند زلاتان ملیسیک پر خپل ټویټر لیکلي، د خوړو نړیوال پروګرام د ۱۲زره او ۵۰۰ ټنه خوراکي موادو او ۲۴۰ میلیونه افغانیو انتقال پیل کړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې دغه خوراکي توکي او نقدې پیسې به د ژمي د سخت موسم په تېرولو کې له څه باندې ۷۲۰زره اړمنو افغانانو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس د روان کال له پیل څخه تر اوسه د جګړې له املهدبې‌ځایه شويو او دغه راز د بېرته راستنېدونکو افغانانو شمېر ۱.۱ میلیونو ته رسیږي.

ملګرو ملتونو وايي، په دغو افغانانو کې څه باندې ۶۰۰ زره یې د جګړو او طبیعي پېښو له امله بې‌ځایه شوي دي، چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122225

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122225/

جمهور
  https://www.jomhornews.com