طالبان:

انس حقاني او ملګري یې بېرته بګرام زندان ته لېږدول شوي دي

25 عقرب 1398 ساعت 7:48

طالب سرچینو تایید کړې، چې د حقاني شبکې درې مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشید بېرته بګرام زندان ته لېږدول شوي دي.


طالب سرچینو تایید کړې، چې د حقاني شبکې درې مهم غړي انس حقاني، حاجي مالي خان او عبدالرشید بېرته بګرام زندان ته لېږدول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې د افغان حکومت سرچینو هم ویلي، چې د طالب زندانیانو او امریکايي استادانو تبادله نه ده شوې او ځنډول شوې ده.

رویټرز خبري آژانس د طالبانو د دریو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د حقاني شبکې د مشر ورور انس حقاني او دوه نور لوړ پوړي طالبان بېرته بګرام زندان ته لېږدول شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرون جمعه د لړم ۲۴ مه اې پي خبري آژانس ته ویلي، چې دغه دغه بندیان چې ټاکل شوی وه د یو امریکایي او یو استرالیایي یرغملو سره تبادله شي ټاکلي ځای ته د تبادلې لپاره انتقال نه شول.

مجاهد زیاته کړې، چې د دغه تبادلې د نه ترسره کېدو دلیل څرګند نه دی او د امریکايي پوهنتون دوه استادان اوس هم د طالبانو سره بندیان دي.

د طالبانو ځینو سرچینو رویترز اژانس ته دا هم ویلي، وروسته له هغې چې تبادله تر سره نه شوه، طالبانو د امریکايي پوهنتون استادان یوه خوندي ځای ته لېږدولي دي.

په ورته وخت کې د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني د دغه تبادلې د نه تر سره کېدو په اړه څرګندونې کړې، خو بشپړ جزیات یې نه دي ورکړي.

نوموړې د امریکا د سولې انستیتوت په یوه غونډه کې ویلي دا چې د هوکړې یوه لوري (طالبانو) د تبادلې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو ځکه دا تبادله نه شي تر سره کېدلی.

نوموړې زیاته کړې« نه پوهېږم زندانیان ولې تبادله نه شول، خو دومره وایم چې یو لوري په دې هوکړه کې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی او د امریکايي پوهنتون استادان به راخوشې نه شي.»

د هېواد لومړۍ مېرمنې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو اندېښنه یې څرګنده کړې، چې وضعیت خورا پېچلی او کړکېچن دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني، تېره شنبې په مشروط ډول د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د خوشي کېدو اعلان وکړ.

ولسمشر و ویل، چې د حقاني شبکې دغه درې غړي، د سولې لپاره د باور رامنځ ته کولو، سولې ته د طالبانو مخامخ خبرو، تاوتریخوالي د کمولو او دغه راز له دوه امریکايي استادانو سره چې د طالبانو په بند کې دي د بشري خواخوږۍ له مخې خوشي کوي.

د ولسمشر غني تر دغه اعلان دوه ورځې وروسته ځینې سرچینو و ویل، چې د حقاني شبکې دغه درې له بګرام زندانه خوشي او قطر ته په ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 122243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com