د هېواد لومړۍ مېرمن:

طالبانو په ژمنو عمل نه دی کړی، بندیان یې د امریکایي استادانو سره نه تبادله کېږي

25 عقرب 1398 ساعت 7:50

د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني وايي، شاید د امریکایي پوهنتون دوه استادان د حقاني شبکې د غړو په بدل کې رخوشي نه شي.


د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني وايي، شاید د امریکایي پوهنتون دوه استادان د حقاني شبکې د غړو په بدل کې رخوشي نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن غني د امریکا د سولې انستیتوت په یوه غونډه کې ویلي دا چې د هوکړې یوه لوري (طالبانو) د تبادلې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، نو ځکه دا تبادله نه شي تر سره کېدلی.

نوموړې زیاته کړې« نه پوهېږم زندانیان ولې تبادله نه شول، خو دومره وایم چې یو لوري په دې هوکړه کې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی او د امریکايي پوهنتون استادان به راخوشې نه شي.»

د هېواد لومړۍ مېرمنې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو اندېښنه یې څرګنده کړې، چې وضعیت خورا پېچلی او کړکېچن دی.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني، تېره شنبې په مشروط ډول د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د خوشي کېدو اعلان وکړ.

ولسمشر و ویل، چې د حقاني شبکې دغه درې غړي، د سولې لپاره د باور رامنځ ته کولو، سولې ته د طالبانو مخامخ خبرو، تاوتریخوالي د کمولو او دغه راز له دوه امریکايي استادانو سره چې د طالبانو په بند کې دي د بشري خواخوږۍ له مخې خوشي کوي.

د ولسمشر غني تر دغه اعلان دوه ورځې وروسته ځینې سرچینو و ویل، چې د حقاني شبکې دغه درې له بګرام زندانه خوشي او قطر ته په ځانګړې الوتکه کې لېږدول شوي دي.

خو ویل کېږي چې طالبانو د امریکايي پوهنتون استادان امریکا ته نه دي سپارلي او له همدې کبله د حقاني شبکې درې خوشې شوي غړي بیرته افغان حکومت له ځان سره نیولي او ساتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com