د افغانستان او اوکراین تر منځ د نظامي همکاریو تړون تصویب شو

25 عقرب 1398 ساعت 10:07

ولسي جرګې د افغانستان او اوکراین د ملي دفاع وزارتونو تر منځ د نظامي همکاریو موافقت نامه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.


ولسي جرګې د افغانستان او اوکراین د ملي دفاع وزارتونو تر منځ د نظامي همکاریو موافقت نامه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون دغه موافقت نامه نن شنبې د لړم ۲۵ مه د ولسي جرګې په غونډه کې مطرح کړه.

د یاد کمېسیون غړې رحیمه جامي و ویل، دغه موافقت نامه د نړیوالو منشور سره سم د افغانستان د دفاع او اوکراین د دفاع وزارتونو تر منځ لاسلیک شوې ده.

نوموړې زیاته کړه، چې یاده موافقت نامه د نړیوالو اړیکو د کمېسیون له خوا ازول شوې او د کمېسیونو په ګډه غونډه کې یې پر تصویب موافقه شوې ده.

د هغې په وینا دغه موافقت نامه په یوه مخینه او ۱۰ مادو کې ترتیب شوې، چې پر بنسټ به یې د دواړو هېوادونو دفاع وزارتونه یو له بل سره نظامي همکارۍ کوي.

په پای کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د افغانستان او اوکراین د دفاع وزارتونو تر منځ شوې توافق نامه رایې اچونې ته وړاندې کړه، چې د جرګې د غړو له خوا د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 122255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com