د طالبانو زندانیانو پر نه تبادلې د ولسي جرګې غبرګون:

طالبان د سولې او جګړې صلاحیت نه لري

25 عقرب 1398 ساعت 10:51

د ولسي جرګې رییس بګرام زندان ته د حقاني شبکې د دریو غړیو بېرته انتقال ته په اشارې وايي، طالبان د سولې او جګړې صلاحیت نه لري.


د ولسي جرګې رییس بګرام زندان ته د حقاني شبکې د دریو غړیو بېرته انتقال ته په اشارې وايي، طالبان د سولې او جګړې صلاحیت نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې میررحمان رحماني د جرګې د نن شنبې لړم ۲۵ مې په غونډه کې و ویل، دا چې د طالبانو درې مهم بندیان بېرته زندان ته لېږدول شوي او تبادله نه ده شوې افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو په وینا یې دا چې له دوه امریکایي استادانو سره د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو تبادله تر سره نه شوه، ښکاروي، چې طالبان بې ارادې او بد قوله دي.

نوموړی وایي، طالبان نه یوازې چې په دې برخه کې بې قوله او بې ارادې شوې، بلکې په ټول کې د جګړې او سولې صلاحیت نه لري.

د هغه په وینا دا هم امکان لري، چې دوه امریکایي استادان ژوندي نه وي نو ځکه تبادله ونه شوه.

د ولسي جرګې رییس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني د تېرې شنبې په ورځ د حقاني شبکې د دریو مهمو غړو انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د خوشي کولو اعلان وکړ.

ولسمشر و ویل، چې دغه درې طالب بندیان د سولې لپاره د باور رامنځ ته کولو، سولې مخامخ خبرو ته د زمینې برابرول، تاوتریخوالي د کمولو او د دوه امریکایي استادانو سره د بشري خواخوږۍ په موخه خوشي کوي.

د ولسشمر تر دغه اعلان یوه ورځ وروسته ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې درې واړه طالب بندیان د بګرام زندان څخه خوشي شوي او په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته لېږدول شوي دي.

خو اوس راپورونه وایي، د طالب بندیانو او امریکايي استادانو تبادله نه ده شوې او طالب بندیان بېرته بګرام زندان ته لېږدول شوي دي.

طالبانو هم تایید کړې، چې تبادله نه ده شوې، طالب بندیان بېرته بګرام ته لېږدول شوي او امریکایي استادان چې د طالبانو په بند کې دي یو خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

که څه هم طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه تبادلې د نه تر سره کېدو مسوولیت پر امریکا وراچولی او ویلي یې دي په دې اړه باید د امریکا څخه پوښتنه وشي.

خو د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني د امریکا د سولې په انستېتیوت کې د خبرو پر مهال ویلي، دا چې یوه لوري (طالبانو) په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه دغه تبادله نه شي تر سره کېدلی.

مېرمن غني زیاته کړې« نه پوهېږم زندانیان ولې تبادله نه شول، خو دومره وایم چې یو لوري په دې هوکړه کې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی او د امریکايي پوهنتون استادان به راخوشې نه شي.»

د هېواد لومړۍ مېرمنې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو اندېښنه یې څرګنده کړې، چې وضعیت خورا پېچلی او کړکېچن دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 122257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com